د ارمنستان او اذربايجان تر منځ پر ګډه پوله بيا نښته شوې او د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ درې ارمنستاني پوځيان پکې وژل شوي دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د روانې مياشتې په لومړيو کې هم خونړۍ نښتې وشوې چې له کبله يې۲۸۶ تنه ووژل شول. د ارمنستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې اذربايجان يې پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه کړي او دوی يې دفاع کړې ده. دا تاوتريخوالی پرون ناوخته شوی دی. اذربايجان او ارمنستان له ۱۹۹۰ کال راهيسې وخت ناوخته نښتې کړې چې تر ټولو اوږده هغه يې په ۲۰۲۰ کال کې وکړه او په لړ کې يې اذربايجان د نګورنو قره باغ سيمه له ارمنستانه بېرته ونيوله. دا سيمه ارمنستاني بېلتون غوښتونکو له اذربايجانه بېله کړې وه.
































