د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي چې افغانستان کې دې د ټولو قومونو، مېرمنو او ماشومانو اساسي حقونه خوندي شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي دا څرګندونې په بيجينګ کې په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي. هغه ويلي چې هېواد يې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او غواړي چې افغانستان کې د ټولو قومونو، مېرمنو او ماشومانو حقونه خوندي شي. د چين د بهرنيو چارو د وزير دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر غونډې وروسته دي. د امنيت شورا په غونډه کې چې وړمه ورځ وشوه افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو اندېښنې څرګندې شوې او ګډونوالو يې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له کبله پر ط البانو نيوکې وکړې.
































