په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو د لګښت او د نړېوالو مرستو د راتګ سربېره هم د کرونا وبا پېښې نه یواځې ډیریږي، بلکې یو مرګونی حالت یې خپل کړی. د عامې روغتیا وزارت وايي چې له کرونا سره جدي مبارزه کوي خو ځینې نیمګړتیاوې له تېرو دریو میاشتې ورپاتې دي. په ورته وخت کې د روغتیا نړېوال سازمان وايي افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې برخه کې تر اوسه ۵ میلیونه ډالر لګولي. په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازي ډاکټر ریک پییر کورن ویلي، چې د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا وبا د خپرېدو له پيله، افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د روغتیايي کارکونکو د روزنې، د ټسټونو ډیروالي او د روغتیايي تجهیزاتو برابرولو برخو کې مرستې کړې دي. خو د افغان جاپان روغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې یواځې په څو ساعتونو کې د اکسیجن د نشتوالي له امله څو تنو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د میلیاردونو افغانیو لګولو سربېره د کرونا پېښو د ډېرېدو اصلي لامل په اړوندو سکتورونو کې فساد بولي.
































