په داسې حال کې چې کرملین ویلي چې پلان لري نن ورځ په رسمي توګه له اوکراین څخه څلور نیول شوې سیمې په ځانګړو مراسمو کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړي، خو بلخوا بیا اوکراین او متحدینو یې د روسیې دا اقدام غیر قانوني بللی او په روسیې یې د نویو بندیزونو لګولو ژمنه کړې. د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف ویلي چې ټاکل شوې په دې ځانګړو مراسمو کې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دې څلورو سیمو لپاره د روسیې لخوا نوي ټاکل شوي مشران برخه واخلي. روسیې په دې څلورو نیول شویو سیمو کې تېره اونۍ د مسکو سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وکړه او داسې ویل کیږي چې روسي ځواکونو خلک د ټوپک په زور اړ کړي دي چې په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.
































