ایران د عراق پر شمالي سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندویو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. رویټرز اژانس خبر ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دا بریدونه د عراق شمال کې د اربیل ښار په مربوطاتو کې د ایران کردي ډلې پر مرکزونو کې کړې دي. ځایي سرچینو ویلي چې په دې بریدونو کې د خلکو کورونه، پوځي مرکزونه، دفترونه او یو ښوونځی په نښه شوي دي. بلخوا د عراق دولتي اژانس خبر ورکړی چې څلور توغندي پلازمینه بغداد کې د پارلمان او د امریکا سفارت شاوخوا سیمو کې هم لګیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په اربیل کې د دې بریدونو له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل شوي دي. بلخوا امریکا او یو شمېر هیوادونو د ایران دغه بریدونه غندلي دي. د امریکا پوځ اعلان کړی چې په اربیل کې یې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکې غورځولې ده.
































