د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د نړیوالې ټولنې بندیزونو له یوه کال راهیسې په هېواد کې د لویو پانګونو بهیر ټکنی کړی دی. دوی زیاتوي چې یو شمېر پانګوال او سوداګر له بانکي بندیزونو سره مخ دي.ورته وخت کې اقتصادي شنونکي وايي چې پر افغانستان بندیزونه سیاسي موخې لري او په هېواد کې یې اقتصادي کړکېچ زیات کړی دی. په همدې حال کې خلک د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمن دي او وايي چې د کار نشتوالي د دوی اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه راپور کې ویلي وو، چې د مرستو ځنډول، ناڅرګند سیاسي وضعیت، خدماتو ته نه لاس رسی او له اقتصادي برخو د ښځو ایستل د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ بهیر ټکنی کړی دی.
































