امریکا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید غندلی دی. یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د افغانستان د خراب امنیتي وضعیت په لړ کې کابل د یوې بلې چاودنې شاهد و. یوناما ویلي، په هزاره او شیعه میشته سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ګمارل شوې سفیرې کرن ډکر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له زده کوونکو څخه ډک ټولګي په نښه کول چې په ازموینو بوخت وي، یو شرمناک عمل دی. نوموړې ویلي، ټول زده کوونکي باید په آرامه فضا کې له ویرې پرته خپلو زده کړو ته باید دوام ورکړي. نن سهار د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نامه ښوونیز مرکز کې د بريد له امله، ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
































