د کونړ د ولایتي شورا غړي او قومي مشران وايي، پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې دېخوا پرتو پنځو ولسوالیو کې پوځي تاسیسات، اغزن تار او سړک جوړول پیل کړي او کارونه یې مخ په بشپړېدو دي، خو حکومت یې پر وړاندې غلی دی. د کونړ قومي مخور او د ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې، پاکستان هغه سیمې چې پخوا د جهاد مرکزونه وو لاندې کړي دي او تاسیسات یې پکې جوړ کړي دي. قومي مشران وايي دغه سیمې تازه د پاکستان لخوا نیول شوې او د شپې لخوا په نیول شویو سیمو کې لیزري څراغونه روښانه کوي، چې ځايي استوګن يې له ستونزو سره مخ کړي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د اغزن تار، تاسیساتو او سړک جوړولو ادعاوې ردوي. نوموړی وايي تر هغه چې په کونړ کې دنده لري، هېڅکله به پاکستاني ځواکونو ته د مخکې راتګ اجازه ورنکړي.
































