د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال وروسته تر دې بېکوره شوي چې د کډوالو اړوند کمپونه یې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل. بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا هغه سیمې دي چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې له قوله، د ۱،۳ میلیونه افغانانو کورونه پهکې دي. د ماشومانو د ملاتړ موسسې په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی لیکلي، د دې افغان کډوالو سم نیمايي ماشومان دي. خو په همدې سیمو کې وروستیو سېلابونو هغه افغانان ډېر ځپلي چې د کډوالو په کمپونو کې مېشت وو. د دې موسسې د راپور پر بنسټ، په بلوچستان کې څه باندې ۳۱۰ زره افغان کډوال ژوند کوي چې د اټکل له مخې، سېلابونو یې د ۶۵۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ډېر نور یې زیانمن شوي دي.
































