د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاتوي چې افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري. يادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ تیالري. دې ادارې پر نړیوالو غږ کړی چې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره عاجله مرسته وکړي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان کال د بشري اړتیاو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د اوچا په وینا تر اوسه یوازې ۱،۹ ملیارډ ډالره ترلاسه شوي دي.
































