د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت مودې له پایته رسېدو وروسته ا.ا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د منزوي کېدو له تګلارې کار وانه خلي او د سفرونو معافیت موده دې وغځوي. د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي وايي د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه ده، ا.ا له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی. بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي. تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماتيکو سرچینو ویلي، د ا.ا د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي. تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه دی غځول شوی.
































