د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه د بین الافغاني مذاکراتو د لارې پر هوارولو بوخت دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، چې د بندیانو د خلاصون لړۍ به د ولسمشر له لارښوونې سره سم دوام ومومي. نوموړی وايي، په دې اړه به د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه هم کار کوي، تر څو تاوتریخوالی راکم او مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي. تر اوسه د دې مذاکراتو د پیلېدو وخت او ځای نه دی معلوم شوی، خو ولسمشر غني ویلي، تر یوې اونۍ به په دې اړه جزئیات په ډاګه کړي. بل لور ته طالبانو د خپلو درې زره بندیانو د خوشې کېدو د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر له بشپړېدو یوه اونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي.
































