په کابل کې پرونی برید چې ۲۳ کسان پکې وژل شوي او۳۵ نور ټپیان دي، په هېواد دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی. د دې برید ډېری قربانیان نجونې ښودل شوې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش دا برید غندلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دفتر له لوري په دې اړه یوې اعلامیه کې د دشت برچي سیمې پر ښوونیز مرکز دا برید یو ناوړه عمل بلل شوی دی. اعلامیه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا هیلو تر څنګ د ګوترېش له قوله ویل شوي، ټول اړخونه باید د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي. د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې چې تعلیم بنسټیز حق او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره مهمه لاره ده. په دغه اعلامیه کې د اسلامي امارت له حکومته غوښتنه شوې، چې د توکم او جنسیت له تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو او امنیت خوندیتوب حقونه په پام کې ونیسي.
































