د ملګرو ملتونو امنيت شورا کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز بريد ته په غبرګون کې ويلي چې د بريد عاملان بايد محاکمې ته را کاږل شي. امنيت شورا نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پر زده کوونکو پرونی بريد بوږنوونکی دی. په اعلاميه کې زياته شوې، هغه کسان بايد محاکمه او د عدالت ميز ته را کاږل شي چې د پروني بريد په تنظيمولو، مالي ملاتړ او ترسره کولو کې لاس لري. د امنيت شورا غړو دغه راز اندېښنه ښودلې چې پر ښوونيزو مرکزونو بريدونه به له زده کړو د زده کوونکو د ګټنې کچه زيانمنه کړي. دوی ټينګار کړی چې ترهګري په هره بڼه چې وي نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دی او د نړۍ ټول هېوادونه بايد ورسره د نړيوالو قوانينو پر بنسټ مبارزه وکړي. کابل ښار کې پر کاج ښوونيز مرکز پروني بريد کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې په کور د ننه او بهر يې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
































