بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د پاکستاني پوځ پنځه افسران وژلي دي. د بلوڅ بېلتون پالو ویاند آزاد بلوڅ ویلي چې پرون یې وسله والو د بلوچستان په کوهلوي سیمه کې د پاکستان د استخباراتي ځواکونو یو پټنځای په بمونو والوزاوه. نوموړي ویلي چې د پاکستان استخباراتي ځواکونو په یوه دوکان کې ځانونه خوندي کړي وو، چې د دوی د وسله والو لخوا په نښه او له منځه وړل شوي دي. د بلوڅ په خبره، په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ ۵ افسران وژل شوي دي. تېره اونۍ د بلوچستان د ازادۍ پوځ هم د پاکستان د پوځ د یوې چورلکې د غورځولو مسوولیت پر غاړه واخیست. په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ شپږ افسران ووژل شول.
































