طالبان وایي چاته اجازه نه ورکوي چې پر امریکایي ګټو او اهدافو بریدونه وکړي. څو ورځې وړاندې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي وو چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او جګړو ته یې ادامه ورکړې ده. طالبانو بیا ددې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې القاعده شبکه اوس په افغانستان کې فعالیت نه لري او په خبره یې دوی د هوکړې له مخې چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان پر امریکايي ګټو او او اهدافو بریدونه وکړي. طالبانو ویلي دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي او له امریکایي لوري غواړي چې دوی هم دغه هوکړې ته خپله ژمنتیا وښيي. تر دې وړاندې نورو امریکایي چارواکو هم د سولې هوکړې په تړاو اندېښنه ښودلې ده، خو طالبان وایي دوی هوکړې ته ژمن دي.
































