د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور د ولسمشر غني پر وروستۍ مرکه غبرګون ښودلی دی. په دې مرکه کې له ولسمشر غني پوښتل کېږي چې که سوله د موقت حکومت د جوړېدو په بیه کېږي نو دی استعفا ورکوي کنه. نوموړی یې په ځواب کې وایي چې دا فلم افغانانو لیدلی دی او دی به د ډاکټر نجیب تېروتنه هېڅکله تکرار نه کړي. د ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب وایي د پلار هېواد پالنه او ملت پالنه یې رښتینو افغانانو ته معلومه ده او دا شک لري چې ولسمشر غني به له دې ډلې خلکو وي او کنه. نوموړې ویلي د افغانستان شل کلنه جګړه د کوم شل کلن فلم پروژه نه ده او هر فلم باید پای ته ورسېږي. مسکا ولسمشر غني ته دا هم ویلي چې د پلار پر سیاستونو یې د مرکې په پای کې د ولسمشر غني خندا هېڅ له ده غوندې یوه کس سره نه ښایي، ځکه ډاکټر نجیب ددې هېواد ولسمشر و او کارونه یې خلکو ته معلوم دي.
































