په ایران کې د مهسا امیني د وژلو په غبرګون لاریونونه ادامه لري، بلخوا د لاریونونو پر مهال د ایران د سپاه پاسدارانو دوه لوړ پوړي افسران وژل شوي دي. د سپاه پاسدران لخوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د استخباراتو یو افسر ډګروال حمید رضا هاشمي له ترهګرو سره د جګړې پرمهال ټپي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ. پر دې سره د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په مرکز زاهدان کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوې پوستې ته نږدې د ډزو پر مهال د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ ته لوړ شو. د ایران دولتي رسنۍ ویلي دي چې د وژل شویو په منځ کې د هغه ولایت د استخباراتو یو افسر ډګروال علي موسوي هم شامل دی. تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د جیش العدل په نامه سني ډلې د زاهدان د پولیسو مرکز ته نږدې د برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی. ایران په داسې حال کې د خپلو دوو افسرانو د وژل کیدو خبر ورکوي چې هغه هیواد له بل سرخوږي سره هم مخ دی.
































