اوکراین روسي ځواکونه تورن کړل چې ددغه هیواد په کوپیانسک ښار کې یې د ملکي کسانو پر موټر برید کړی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون، ۲۴ کسان وژل شوي دي. کوپیانسک ښار په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو بیرته له روسي پوځیانو نیولی دی. د دغو ملکي کسانو د وژل کیدو ادعا په داسې حال کې کیږي چې د اوکراین دفاع وزارت وویل د هغوی ځواکونه د یاد هیواد د ختیځ دونڅک سیمې لیمن مهم ښار ته داخل شوي. اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې لیمن ښار ته د داخلېدو خبره کوي چې روسیې تر دې یوه ورځ مخکې یادې سیمه له خپل هیواد سره ضمیمه اعلان کړې.
































