ترکيې سويډن او فنلنډ ته خبرداری ورکړی چې که له انقرې سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړي نو دوی به يې په ناټو کې د غړيتوب مخه ونيسي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل چې فنلنډ او سويډن څاري او که پر هغو ژمنو عمل ونه کړي چې څه موده مخکې يې کړې وې، دوی به يې له شک پرته په ناټو کې د غړيتوب مخنيوی وکړي. لا څرګنده نه ده چې انقرې د شمالي اروپا له دې دواړو هېوادونو څه ډول ژمنې اخيستې دي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې سويډن او فنلنډ د پي کې کې د ورانکارې ډلې مشرانو ته استوګنه ورکړې چې له کبله يې دوی په ناټو کې د غړيتوب مخالف دي. انقرې ناټو کې د يادو هېوادونو د غړيتوب د ملاتړ په بدل کې د هغو ۳۳ کردانو ور سپارل غوښتي وو چې د ۲۰۱۶ کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن دي.
































