د امريکا په متحدو ايالتونو کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې پيل شوي توپان لږ تر لږه ۳۱ تنه وژلي او د لسګونو ميلياردو ډالرو مالي زيانونه یې اړولي دي. د ايان په نوم دا توپان په کيوبا کې پيل شو او د مکسيکو خليج له لارې د امريکا فلوريډا ايالت ته ورسېد چې تر ټولو ډير د سر او مال زيانونه يې هم په همدې ايالت کې اړولي دي. دا توپان وروسته د شمالي او جنوبي کارولينا ايالتونو ته ورسېد او اوس اټکل دا دی چې ويرجينيا او نيويارک ته به هم ورسېږي. امريکايي چارواکي وايي چې د ايان توپان په فلوريډا کې ۲۷ تنه ووژل او په شمالي او جنوبي کارولينا ايالتونو کې يې هم د استوګنې ګڼ شمېر کورونه تر اوبو لاندې کړل خو د سر زيانونه يې د فلوريډا په پرتله کم وو. د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي چې توپان ښايي د لسګونو ميلياردو ډالرو په ارزښت تاسيسات ويجاړ کړي وي چې بيارغونه به يې څو مياشتې وخت ونيسي.
































