د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د خوراکي توکو او نفتي موادو د بیو راټیټولو په موخه له قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د نويو هوکړه لیکونو د لاسلیک هوډ لري. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، له روسیې پېرل شوي غنم او نفتي مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږي. له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد پر بانکونو د لګول شويو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی. پر افغانستان لګول شوي بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی. د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم ودرول شو.
































