یو افغان ډاکټر وايي چې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د ۷۰ ماشومانو چې شونډې یې چاک وي او یا یې تالو لویدلی وي درملنه کوي. ډاکټر غفار غیور زیاتوي چې له کابل وروسته به په هلمند کې هم د ورته ماشومانو درملنه وکړي. غیور وايي له دې مخکې یې په کندوز ولایت کې هم د ۱۵۰ ماشومانو درملنه کړې ده.نوموړی وايي هڅه کوي د لا غوره خدماتو لپاره د ځینو نړیوالو او کورنیو مرسته کونکو موسسو پاملرنه جذب کړي تر څو دا خدمات یې سراسري شي. ورته مهال یو شمېر ناروغان وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو درملنه نه شي کولی او د دغه افغان ډاکټر له خوا د خپلو ماشومانو له وړیا درملنې خوښ دي.
































