د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف وایي، له امریکا سره د خبرو اصلي اجنډا له دغه هېواد څخه په لنډه موده کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي. هغه زیاته کړې، امریکا هم اوس په دې پوهېدلې ده چې په عراق کې یې موجودیت ستونزې زېږوي خو بیا هم په تدریجي ډول د خپلو سرتېرو پر وتلو ټینګار کوي. هغه زیاته کړې، مذاکراتي ټیم ځکه تشکیل شوی دی چې له عراق څخه په لنډه موده کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل یقیني کړي. نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته په عراق کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د عراق د ملي حاکمیت د نقض په مانا ده چې هیڅ عراقی یې د زغملو توان نلري.
































