په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي، که حکومت يې حاصلاتو ته نړۍوال بازار پيدا نه کړي، نو د تېر کال په څېر به يو ځل بيا له سخت مالي زيان سره مخ شي. دوی وايي، سره له دې چې تېر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته صادر شوي، خو لا هم د تېر کال جلغوزي تر اوسه له دوى سره پاتې دي. په ورته وخت کې، د خوست د جلغوزيو سوداګر او کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال حاصلات د طبيعي افتونو له امله کم شوي دي. د خوست د سپېرې ولسوالۍ د جلغوزو سوداګرو وويل چې سږ کال يې د شاوخوا اووه ميليون پاکستاني کلدارو معادل جلغوزي پېرلي دي. دوی وايي چې تېر کال د لارو نشتون له امله د دوی ډېر جلغوزي لا هم په کور دننه پاتې دي او زياتوي، که سږ کال هم ورته حالت تکرار شي، نو سخت مالي زيان به وويني.
































