د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي چې د حکومت او مرستندويو ادارو له ژمنو سره سره ورته لا د کورونو جوړول نه دي پيل شوي. د ګيان اوسېدونکي وايي چې مياشت وړاندې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت او مرستندويو موسسو چارواکي سيمې ته ورغلي وو او د کورونو په جوړولو کې يې له دوی سره د مرستې ژمنه کړې وه. دوی وايي چې په برمل او د خوست سپېرې ولسواليو کې د زلزلې له کبله د نړيدلو کورونو جوړول پيل شوي خو ګيان ولسوالۍ کې چا د دوی پوښتنه لا نه ده کړې. په ګيان ولسوالۍ کې د سږ کال اوړي د زلزلې له کبله لږ تر لږه پنځه سوه کورونه ويجاړ شول. د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د ژمې له را رسېدو سره سره دوی د سر پټولو ځايونه نه لري او که يې مرسته ونه شي نو د يخنۍ له کبله به له بشري ناورين سره مخ شي. حکومت بيا وايي چې پر خپلو ژمنو عمل کوي خو د ګيان ولسوالۍ د لرې والي او لارو د خرابوالي له کبله د ساختماني موادو رسول ستونزمن دي او همدا چاره د ويجاړو شويو کورونو د بيارغونې د ځنډيدو لامل شوې ده.
































