د ليتوانيا د دفاع وزارت ويلي، غواړي چې د افغانستان پخواني پوځ ته بېل کړي نږدې درې ميليونه ډالره اوکراين ته ورکړي. لېتوانيا د افغانستان د پخواني پوځ لپاره د مرستو يوه صندوق ته چې د ناټو سازمان له لوري جوړ شوی و ۲.۸۷۶ ميلیونه ډالره ورکړي وو چې لا هم د ياد صندوق په حساب کې پراته دي. ټاکل شوې چې د لېتوانيا کابينه راتلونکې اونۍ د يادو پيسو په تړاو پرېکړه وکړي او اټکل دا دی چې ښايي اوکراين ته ورکړل شي. د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د ناټو سازمان دا صندوق په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی و. د صندوق د اصولو له مخې، بسپنه ورکوونکي هېوادونه کولی شي چې خپلې ورکړې پيسې تر غوښتنې وروسته په لسو کاري ورځو کې بېرته واخلي او يا يې د نورو موخو لپاره وکاروي. لېتوانيا هر کال له دې صندوق سره پنځه سوه زره امريکايي ډالره مرسته کوله چې نږدې درې ميليونه يې لا هم په صندوق کې کنګل پراته دي. دغه هېواد ويلي چې غواړي د خپلو کنګل شويو پيسو په ۲.۱۵۴ ميليونو ډالرو د اوکراين پوځ ته د لېتوانيا جوړې ګرمې ژمنۍ جامې برابرې کړې او پاتې هغه راتلونکی کال د مرستو له هغې بستې سره يو ځای اوکراين ته ورکړي چې د ناټو نور غړي هم پکې ونډه واخلي.
































