د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يا سي ای اې پخواني مشر ډيويډ پيټريوس ويلي چې که روسيه د اټومي وسلو کارولو ته زړه ښه کړي نو متحد ایالتونه به هم لاس تر زنې کښېنني. پټريوس له اې بي سي ټلويزيون سره مرکه کې ويلي چې د اټومي وسلو د کارېدو په صورت کې به امريکا او ناټو د روسيې پوځ، وسلې، بېړۍ او ټول نظامي تجهيزات نېست او نابود کړي. د سي ای اې دې پخواني چارواکي ويلي، سره له دې چې اوکراين د ناټو غړيتوب نه لري او د سازمان د پنځمې مادې پر بنسټ يې د روسيې پر خلاف جګړه کې ملاتړ نه شي کېدای خو که اټومي وسلې پرې وکارول شي نو ناټو ته به پر پنځمې مادې د استناد پلمه جوړه شي. د ناټو سازمان د منشور پنځمه ماده د ګواښونو پر وړاندې پر جمعي ځواب ټینګار کوي او وايي چې که د سازمان يو غړی تر بريد لاندې ونيول شي نو نور غړي به يې هم دفاع کې برخه اخلي. د سي ای اې مشر ويلي، دا چې په اوکراين کې د اټومي وسلو د کارېدو په صورت کې راډيو اکټيف وړانګې د ناټو غړي هېوادونه هم زيانمنوي نو د سازمان د منشور پر پنځمې مادې استناد ته زمينه برابريږي.
































