د چين سي اېم سي سي (CMCC )مخابراتي شرکت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نيمايي کې يې په هېواد کې د G5 تخنيک د کارولو په موخه ۵۸.۷ ميليارډه يوانه پانګونه کړې او تر اوسه يې د G5 ۱،۱ ميليون بنسټیز سټېشنونه جوړ کړي، چې دغه شمېر د هېواد د جوړو شويوG 5 بنسټيزو سټېشنونو د عمومي شمېر په سلو کې پنځوس سلنه نيسي.
ياد شرکت ويلي، چې د تېر کال عايدات يې په سلو کې لس اعشاريه درې زياتوالی ښيي او په تېرو ۱۰ کالونو کې يې ريکارډ جوړ کړی دی.
































