د خيبر پښتونخوا په ديره اسماعيل خان کې د يوې ټرافيکې پېښې له کبله يوولس کوچيان مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي. ځايي چارواکو ويلي د بلوچستان پر لويه لاره د يوه ټراکټور او ټيلر تر منځ ټکر شوی چې ټراکټور کې سپاره ۱۰ کوچيان ځای په ځای او يو بل بيا په روغتون کې مړ شوی دی. په مړو شويو کې شپږ مېرمنې هم شاملې دي. په پېښه کې ۳۳ تنه نور ټپيان دي چې لویه برخه يې ماشومان او د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي. په ديره اسماعيل خان کې د ژغورنې ادارې وياند اعزاز دوتاني ويلي چې د پېښې په تړاو د خبر له ترلاسه کولو سره سم يې ژغورونکې ډلې سيمې ته لېږلې او ټپيان يې ځايي روغتونونو ته رسولي دي. هغه ويلي چې د پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره يې د سيمې په روغتونونو کې بېړنی وضعيت برابر کړی دی. د پېښې د لامل په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي.
































