د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمديعقوب مجاهد د بدخشان د پامير او اشکاشم ولسواليو سرحدي سيمې کتلې دي. د ملي دفاع وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې سرپرست وزير د پولو د ساتنې په برخه کې په بدخشان کې د پرتو سرحدي ځواکونو هڅې ستايلې دي. سرچينې وايي چې اشکاشم ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو يوه فرقه هم پرانيستل شوې ده. دا هڅې تر هغې وروسته دي چې رسنيو کې د بدخشان پامير او واخان ولسواليو ته د پاکستان د بد نيت راپورونه خپاره شول. د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د يادو راپورونو تر خپريدو وروسته ويلي وو چې واخان د افغانستان د سر حيثيت لري او چې د دوی سر په تنه وي نو څوک به د افغانستان سر ته پورته ونه ګوري.
































