د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري، په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش پروګرام پراخ کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند، وحید الله اماني وايي د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د دې پلان د عملي کولو لپاره یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري. نوموړی وايي هیله لري چې مرستندوی سازمانونه او هېوادونه یې ورکړه پر غاړه واخلي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د اګست د میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل هغه کال تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
































