د ا.ا د ریاست الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالسلام حنفي د ښوونکي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د دولتي مامورينو ٧٠ سلنه معاشونه د بهرنيانو له خوا ورکول کېدل او کله چې هغوى ووتل، دغه مرستې بندې شوې دي. حنفي د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو پر کنګل کېدو هم نیوکه وکړه. د هغه په خبره، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې د زمینې د برابرولو په موخه شل زره بستونه اعلان کړي دي. نوموړي وویل چې د اسلامي امارت مشر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دیني مدرسو د جوړولو اراده لري. ده وویل چې اوسمهال په هېواد کې شاوخوا پنځه ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي او د روږدو کسانو ډېری برخه لوستي کسان دي. په غونډه کې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب وویل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي په دندو بوخت دي.
































