د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې او د عدلیې وزارت سرپرست یې په ځواب کې ویلي چې ا.ا د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي. د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي، پرون د اروپايي ټولنې له سفير توماس نیکولسن او مل پلاوي سره په دغه وزارت کې ولیدل. سرچينې ليکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قوانينو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې نیکولسن د قوانينو په اړه او دا چې څومره کار پرې شوی او تر کومې کچې پرمختګ شوی او د دغو قوانینو اساس او بنسټ څه دی، معلومات وغوښتل چې د عدلیې د سرپرست وزیر له لوري په دې برخه کې مفصل معلومات وړاندې شول. په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې له سفيره وغوښتل چې نور پر ا.ا سياسي او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.
































