د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې پوځیان به یې په لرو هېوادونو کې د پخوانیو ستونزو په حل بوخت نه کړي. نوموړي چې د امریکايي پوځي محصلینو د فراغت یوې غونډې ته خبرې کولې افغانستان ته په اشارې ویلي چې نور به یې سرتېري په لرې هېوادونو کې د ستونزو په حل نه بوختوي. ټرمپ وایي امریکایي ځواکونه دمګړی ان داسې ځای په ماموریت بوخت دي چې نیمو امریکایانو یې نوم لا نه دی اورېدلی. هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو اجازه نه ورکوي چې عسکر یې تر دې ډېر په افغانستان کې د پولیس او ساتونکي دنده ترسره کړي او په خبره یې اوس د افغان حکومت وخت دی چې پخپله د ځان ساتنه وکړي. ټرمپ په دې وینا کې امریکایي پوځیان پیاوړي بللي دي او نوي فارغ شوي پوځیان یې په امریکا کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ پر وړاندې مبارزې او مقابلې ته رابللي دي.
































