کاناډايي ډيپلوماټانو افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته له ط الب چارواکو سره ۱۳ ځلې ناستې کړې خو په تړاو يې د معلوماتو له خپرولو ډډه کړې ده. د کاناډا يوې نشراتي ادارې يا سي بي سي وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ يې د يادو ناستو په تړاو مهم معلومات او اسناد ترلاسه کړي دي. سي بي سي وايي، معلومه کړې يې ده چې د ډيويډ سپرول په مشرۍ د کاناډا د لوړپوړو چارواکو يوه پلاوي په دوحه کې د ط البانو له مشرانو سره کتلي او پر هغوی یې فشار راوړی چې د نجونو د زده کړو حق ورکړي، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او له افغانستانه وتونکو کسانو ته د وتلو خوندي لاره برابره کړي. سرچينې زياته کړې چې د کاناډا حکومت د دې غونډو په تړاو د معلوماتو له خپرولو ډډه کړې ده. د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت سي بي سي ته منلې چې استازي يې له ط البانو سره غير رسمي تعامل جاري ساتلی او هڅه کوي چې له دې لارې يې د بشري حقونو درناوي ته وهڅوي. سرچينې پر يوه سند په استناد سره ادعا کړې چې ط الب چارواکو په يوه ناسته کې له کاناډايي پلاوي غوښتي وو چې د ۲۰۰ زرو ښځينه ښوونکو د معاش ورکړه پر غاړه واخلي. سند کې دا هم په ډاګه شوې چې ط الب چارواکو په کابينه کې د مېرمنو نشتون ستونزه بللې، خو ويلي يې دي چې دا ستونزه ډيره لویه نه ده.
































