د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ شاوخوا پنځلس زره کسانو په پاریس او ځینو نورو برخو کې د نژادپالنې پر وړاندې لاریون پیل کړ. دوی د هغه تورپوستي په ملاتړ لاریون پیل کړی چې په ۲۰۱۶ز کال کې د پولیسو په توقیف کې ووژل شو. دوی همدا راز له امریکایي لاریونونو سره په تړاو خپل لاریونونه پيل کړي دي او په خبره یې انسانانو ته په ژوند کې مساوات غواړي. په امریکا کې لا هم لاریونونه روان دي او سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له قوت په استفادې به ښارونو ته نظم راولي.
































