په یونان کې د مهاجرینو دوه کښتۍ چې څه باندې ۱۴۰ تنه پکې سپاره و، په دوو جلا پیښو کې د دې هیواد په اوبو کې ډوبې شوي او ۱۷ تنه پکې وژل شوي دي. د یونان چارواکو ویلي چې لسګونه مهاجر ورک دي او د لټون او ژغورنې عملیات يې روان دي. د ژغورنې عمله چې د هوایي پوځ هیلوکوپترې ورسره مرسته کوي، په سمندر کې د ورکو شویو کسانو پسې ګرځي چې شمیر لا ندی معلوم. په یوې بله پیښه چې د یونان د لیس بوس ټاپو سره نږدې شوې ده، د کډوالو یوه ربړي کښتۍ وروسته تر هغه په اوبو کې ډوبه شوه چې د اوبو غاړې سره نږدې د یوې برخې سره وجنګیدله. په دې کښتۍ کې ۱۶ میرمنې او ماشومان وژل شوي. چارواکو ویلي چې دواړه کښتۍ د ترکیې څخه روانې شوې وې او ښایي دا کار د آتن او انقرې تر منځ چې دواړه یې د ناټو غړي هیوادونه دي، ستونزې لا ډیرې کاندي.
































