د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ پاکستان ته تللی او هلته یې د افغان کډوالو نجونو زدکوونکو ښوونځي لیدنه کړې. وېسټ د افغان کډوالو نجونو یوه ټولګي ته له ورتګه وروسته ویلي، د زده کوونکو نجونو تمرکز او وړتیا متاثر کړی دی. نوموړي له پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې مسوولینو هم مننه کړې، چې په وینا یې له څلوېښتو زیات کلونه کېږي د کډوالو کوربتوب کوي او د کډوالو نجونو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره کړې. د وېسټ په وینا افغانستان کې کم شمېر نجونې دې زده کړو ته لاسرسی لري.
































