د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې تر نامعلومې مودې پورې بنده کړې ده. د پاسپورټ ریاست په خبرتیا کې راغلي، د پاسپورټ لوی ریاست په پام کې لري چې، مراجعینو ته د لا ښه او معیاري خدمتونو رسولو په برخه کې د دې ادارې په تخنیکي او تجهزیاتي توکو کې یو څه مثبت بدلونونه راولي. سرچینې زیاته کړې، د دې لپاره چې څلور پنځه زره پاسپورټونه په مرکز کې وېشل کېږي، نو ماشینونه د وخت په تېرېدو سره خپل اصلي کیفیت له لاسه ورکوي او بېرته رغولو او یا بدلولو ته اړتیا لري. یاد ریاست ویلي، د دې چارې سمبال یوه اندازه وخت نیسي او د پاسپورټونو وېش، په یاده موده کې دریږي. د پاسپورټ ریاست هېوادوالو ته خبر ورکړی چې د تخنیکي ستونزو تر حلېدو پورې، د تلې میاشتې له ۱۶مې څخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ په ټولیزه توګه بنده او له مراجعینو یې غوښتي دي چې تر بیا خبرولو پورې د پاسپورټ لوی ریاست ته مراجعه ونه کړي.
































