وروسته له هغې چې امریکایي جنرال کېټ مک کینزي پر طالبانو شک وښود چې لاهم له القاعده شبکې سره اړیکې لري، دغه ډلې یې پر خبرو غبرګون ښودلی دی. مک کینزي ویلي وو چې پر طالبانو باور نه شي کولی او تر اوسه له افغانستان د ټولو ځواکونو د ایستلو شرایط نه دي برابر شوي، خو طالبان وایي، دوی هوکړې ته ژمن دي او په خبره یې چا ته به اجازه ور نه کړي چې له افغانستانه د امریکا پر ګټو او متحدینو برید وکړي. طالبانو پر خواله رسنیو په خپاره کړي مطلب کې ویلي چې هوکړې ته ژمن دي او مقابل لوری دې هم ژمنتیا وښيي.
په دې وروستیو کې له طالبانو سره د هوکړې پر سر د ځینو امریکایي چارواکو غږونه پورته شوي دي. له دې ډلې ډېری یې نظامیان دي او په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به ستره تېروتنه وي. دوی په ځلونو له ټرمپ غوښتي چې بېړنۍ پرېکړه دې نه کوي. له دې ډلې کسانو یو هم د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېټ مک کینزي دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې تر اوسه له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستلو ته شرایط نه دي مساعد شوي. د ده په خبره، طالبانو له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړې، خو لا هم د القاعده شبکې غړي په افغانستان کې فعالیت کوي او په خبره یې، دغه ډله له طالبانو سره تاریخي او نه پرې کېدونکې اړیکې لري. د کینزې په خبره: ((دا سمه ده چې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کم شوي او یا بیخي ختم شوي دي، خو لا هم پر افغان ځواکونو بریدونه کېږي. لا هم جګړې شدیدې دي او طالبان له القاعده شبکې سره اړیکه لري)).
طالبانو پر دې خبرو غبرګون ښودلی او په خبره یې، دوی به اجازه ور نه کړي چې له افغانستانه هېچا ته خطر متوجه شي. دغه ډله وایي، د القاعده شبکې ځینې عرب جنګیالي چې یو وخت په افغانستان کې وو، اوس نشته او د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان کې ختم شوي دي. دوی همدا راز وایي چې دوی د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده، ورته ژمن دي، نو ځکه به چا ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستانه پر امریکايي ګټو او امریکا برید وکړي. دوی له امریکایي لوري هم غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د سولې هوکړه ګام پر ګام عملي کړي.
له دې سره جوخت د افغانستان د ملي امنیت شورا تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې بریدونه او جګړې کړې دي. د دوی په خبره، په دې بریدونو کې ۸۹ ملکیان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي وو چې دوی د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم د بندیانو خوشي کولو ته ادامه ورکوي، خو د دې اړتیا هم ده چې تاوتریخوالی کم شي. هغه وایي، طالبان باید دا ثابته کړي چې سولې ته ژمن دي او د جګړو سطحه ټيټوي.
په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره جګړې او له امریکا سره د طالبانو هوکړې د ګڼو نړیوالو رسنیو پام ځان ته اړولی دی. همدا پرون هم امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ایکزماینر په یوه تحلیل کې ویلي وو چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته غیر واقعي هیله مندي د امریکایي وګړو ژوند ته خطر جوړولی شي. سرچینې ویلي وو، طالبان لا هم شدیده جګړه کوي، خو تر څنګ یې د سولې خبرې هم مخ ته بیايي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او امریکا ته په کار ده چې پر خلیلزاد د باور پر ځای د دایمي سولې لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت کړي.
































