د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست وايي، چې ډېر ژر به په پلچرخي سیمه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز جوړ کړي. د کورنیو چارو وزارت د معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي وايي، دغه مرکز به په یوه وخت کې د ۲۰ زره معتادینو د درملنې ظرفیت ولري. بل خوا یو شمېر روږدي کسان غواړي چې د درملنې زمینه ورته برابره شي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، چې دوه کاله وړاندې راټولې شوې، په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر څلور ميليونه و.
































