نړیوال بانک وايي، د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي او تر راتلونکو دوو کلونو به ټېټه وده ولري. نړيوال بانک په خپل کلني راپور کې د افغانستان خراب اقتصادي وضعيت څېړلی. دا راپور چې پرون خپور شوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکي، د نړیوالې ټولنې د لویو مرستو له درېدو او د داخلي سياسي واقعيتونو وروسته، اوس د دې هېواد اقتصاد له سره تنظمېږي. نړیوال بانک تخمین کړی چې روان کال به د افغانستان د ناخالصو ملي عوایدو کچه ۱۶ تر ۱۹ سلنې وي، داسې مهال چې راتلونکو دوو کلونو په افغانستان کې د سړي سر عواید به ټیټه وده ولري، خو ناخالصو ملي عوایدو کې به له همدې کچې تغییر رانه شي. نړیوال بانک دا خبرداری هم ورکوي چې د ښځو د زدهکړې او کار په برخه کې د محدودونکو سیاستونو دوام به د افغانستان د منځمهالې او اوږدمهالې اقتصادي ودې کچه راټېټه کړي.
































