د امريکا ولسمشر جوبايډن يوه داسې پټه لايحه لاسليک کړې ده چې پر بنسټ یې د متحدو ايالتونو له لوري په غير جګړه ييزو سيمو کې د ډرون الوتکو بريدونه محدوديږي. نيويارک ټايمز ويلي چې ياده لايحه پرون پنټاګون او سي ای اې ته استول شوې ده. سرچينې په دې اړه يوه راپور کې ويلي چې د بايډن له لوري لاسليک شوې لايحه یې لوستې نه ده خو يوه لوړپوړي امريکایي چارواکي یې د نوم نه ښودلو په شرط جزيات ورسره شريک کړي دي. د دې لايحې پر بنسټ په غير جګړه يیزو سيمو کې د ډرون الوتکې د بريد لپاره باید لومړی ټاکل شوی هدف د ترهګرو پر ضد د مستقيمو اقداماتو لېست کې شامل شي. امريکا دا مهال يوازې عراق او سوريه د جګړه ييزو سيمو په توګه پېژني چې پنټاګون او سي ای اې پکې د ډرون د کارولو لپاره پراخ صلاحيتونه لري. د بايډن له لوري د نوې لايحې په لاسليکدو سره به په افغانستان، قبايلي سيمو، يمن او سوماليا کې د ډرون عمليات په پراخه کچه محدود شي.
































