رسنۍ وايي چې د روسیې او کريميا ټاپوزمې نښلوونکی پل د موټربم د چاودنې له کبله ويجاړ شوی دی. اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس وايي چې ياد پل نن ويجاړ شوی او ورسره سم د روسيې او کريميا ټاپووزمې تدارکاتي شارګ هم پرې شوی دی. په ورته مهال د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېټې ويلي چې پر پله د چاودنې له کبله د تېلو د کتار اووه واګنونه سوځيدلي او دغه راز د پله يوه برخه هم نړيدلې ده. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د پېښې ژوره څېړنه وکړي. د روسیې او کريميا ټاپووزمې نښلوونکی پل ۱۹ کيلومتره اوږدوالی لري چې توره بحيره له ازوف سيند سره نښلوي او د اروپا تر ټولو اوږد پل ګڼل کيږي. د يادونې وړ ده چې کریميا ټاپووزمه د اوکراين په جګړه کې د مسکو د اکمالاتو کلي ده. که د موټر بم په وسيله ويجاړ شوی پل له ګټې اخيستنې ولويږي نو اوکراين کې به روسي پوځيانو ته اکمالات له لويو خنډونو سره مخ شي.
































