د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې حکومت به د هغو کسانو مخه ونيسي چې په ملت کې د نفاق اچولو هڅه کوي. هغه پر افغانستان د امريکا د بريد د کليزې په مناسبت يوې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې امريکا او متحدينو يې په ناپوهۍ کې پر افغانستان بريد وکړ خو افغانانو په يووالي او اتحاد سره ماتې ورکړه. مجاهد ټينګار وکړ چې حکومت د هر هغه څه مخنيوي ته ژمن دی چې د افغانانو تر منځ د نفاق سبب کيږي. هغه يو ځل بيا پر امريکا غږ وکړ چې ا.ا ورسره مثبت تعامل ته چمتو دی، خو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم بيا وويل چې امريکا او متحدينو يې په افغانستان کې پر نظامي ماتې سربېره فکري ضربه هم خوړلې ده چې په وينا يې د ا.ا په رسميت پېژندنې لپاره وخت او د يادې ضربې هېرولو ته اړتيا لري.
































