ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حالت لپاره یې د غوښتل شویو پيسو له نیمايي هم کمې تر لاسه کړي دي. د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د نږدې څلور نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي سره له دې چې په افغانستان کې میلیونونه افغانان کافي خواړه او د سرپناه ځایونه نه لري، د غوښتل شویو پيسو آن نیمايي هم نه دي تر لاسه شوې. ملګرو ملتونو د دغو مرستو د غوښتنې پرمهال خبرداری ورکړی و که غوښتل شوې مرستې تر لاسه نه شي کړای، ښايي راتلونکی کال اړتیاوې لا ډېرې شي او لسو میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.
































