د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله خبردرای ورکړی چې پخوانی لومړی وزير عمران خان د اسلام اباد د نيولو او پراخو ګډوډيو د رامنځته کولو پلان لري. رانا ثناالله ويلي چې د اسلام اباد په سره زون کې لاريونونه د محکمې د حکم پر بنسټ بند دي، له همدې کبله به د عمران خان پلويانو ته اجازه ورنه کړي چې هلته ننوځي. د نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته دي چې عمران خان د رښتينې ازادۍ په نوم د يوه لوی لاريون د را ايستلو خبر وکړ. هغه تېره اونۍ خپلو پلويانو ته وويل چې د لاريون لپاره دې د ده غږ ته منتظر اوسي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې عمران خان د بندو دروازو تر شا د هېواد پر ضد دسيسې جوړوي. د ده اشاره هغو خپرو شويو غږيږو کليپونو ته وه چې عمران خان پکې خپل سکرتر ته ځينې لارښوونې کوي. هغه خپل سکرتر ته وايي چې عوامو کې داسې ګنګوسې خپرې کړي چې ګواکي د تحريک انصاف حکومت د امريکا د توطيې په پايله کې ړنګ شوی دی.
































