د اوکراین په خرسون سیمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره تړلې اعلان کړې، د مسکو له لوري ګومارل شوي چارواکي وايي، له سختې مرحلې سره مخامخ دي او امر یې کړی چې د اوکرایني ځواکونو د لوی ځوابي برید د خطر له کبله دې ځینې سیمې پرېښودل شي. په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي وایي، پوځیانو یې د اوکراین په ختیځ کې نهه ویشت مېشتځایونه او څه باندې اووه سوه اویا کیلومتره سیمه ازاده کړې ده. لوهانسک، خرسون، زاپروژیا او دونیڅک د اوکراین د خاورې هغه برخې دي چې روسیې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړې.
































