یو شمېر اهل هنود او سِک هېوادوالو له کابل ښاروال سره په لیدنه کې د خپلو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او ښاروال ویلي چې هر راز ستونزو ته به یې رسېدنه کوي. د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، اهل هنود او سِک ښاریانو د کابل ښاروالۍ له مشرتابه وغوښتل چې د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د راپورنو له مخې تر دې مخکې هم اهل هنود او سِک هېوادوالو په وار، وار ادعا کړې وه چې زورواکو یې په کابل او یو شمېر ولایتونو ځمکې غصب کړې دي. کابل ښاروال د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته ویلي، اهل هنود او سِک ښاریان هم دوی ته د نورو ښاریانو په څېر ارزښت لري او ژمن دي چې د اوسېدو په سیمو کې به ورته ښاري آسانتیاوې رامنځته کړي.
































